ایکنانیوز د فلسطین د صفا خبری اژانس له قوله راپر راکوي، د تیونس خلکو په دغه هیواد کې د ؛فسطین د یارانو؛ نومې ټولنې پّ بلنې سره غونډه ترسره کړه او په دغې غونډې کې په ګډون سره ئې د ؛ د تورې په مقابل کې توره؛ ائ سنواره مونږ ستا ملګروي یوو؛ په څير په شعارونو ورکولو سره ، دحماس په رهبرۍ د یحیی سنوار د ټاکلو هرکلی وکړ.
په تیونس کې د فلسطین یارانو نومې ټولنې اجرائي مدیر محمد البشیر ووئيل، مونږ دغه غونډه د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیل راهسې په غزې تړانګې کې د فلسطین د مقاومت د ملاتړ لپاره په هرې اونۍ کې ترسره کوو.
هغه ووئيل، عربی رژیمونه له استثنا پرته په خپلې چُپتیا سره مستقیما په غزې کې له نسل وژنې ملاتړ کوي او دغه کار صهیونیسټي دښةن لا سپین سترګی کړی دی.
خضري په دوام کې ووئيل هغه ائيتلافونه چې په لویدیځ کې ئې وینو، د یوه نړیوال جنګ لپاره د چمتووالي په خاطر رامینځة شوي او عربی نړۍ چپه خوله غوره کړې ده.په داسې حال کې چې عربان به په دغه جنګ کې ترټولو زیات لګښتونه وزغمي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیربنیامین نتنیاهو فیصله کړې، لویدیځي پوځ دغه جنګ ته وکاږي او د فلسطین دملت نسل وژنې ته دوام ورکړي.
په تیونس کې د فلسطین د یارانو ټولنې اجرائي مدیر روښانه کړې ده، د یحیی سنوار ټاکل یو سم اقدام ؤ،ځکه د فلسطین آزادي به له نیغ په نیغه ډغرې او مقاومت پرته ممکن نه وي.؛ او دا هماغه له بیله د یحیی سنوار اعتقاد دی.ځکه صهیونیسټان په خبرواترو اوناستو پاستو سره د فلسطین له ټاټوبو نه وځي.
خضري په پاي کې د فلسطین له مقاومته ملاتړ په دعوت کولو سره ټينګار وکړ، چې له مقاومتی چورلیز سره پیوستون یو شرعي ، انساني اخلاقي او دیني فرض دی.ځکه مقاومت یوازې له فلسطین اوغزې څخه دفاع نه کوي، بلکې دعربی امت له شرافته چې چخڼي شوی دی دفاع کوي. مقاومت د عربو ملتونو د کرامت دبیرته ستنولو په لټه کې دی او مونږ دنده لرو، هرڅه چې په اختیار کې لرو له دوي ملاتړ وکړو.